Asset 1SWN

د سولې د مذاکراتو د مقدمې په اړه هوکړه وشوه

Doha-2-oz9t5nhwhmksgdkphk6jbjqkk7p323pjk6o85vq5jo

 

قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وویل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه ځینې ستونزې وې چې وضاحت ته اړتیا وه.

سرچینه وایي، وړمه ورځ انګلستان، امریکا، ملګروملتونو او اروپایي ټولنې د ځینو غړیو هېوادونو لکه جرمني او ناروې د استازو په منځګړیتوب سره حکومتي پلاوي ته وضاحت ورکړل شو چې د دواړو لورو د قناعت وړ و او پر مقدمې هم هوکړه وشوه.

سرچینې وویل، د سولې د مذاکراتو د مقدمې په اړه هوکړه به ډېر ژر په رسمي توګه د رسنیو له لارې اعلان شي.

په همدې حال کې پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا هم تاییدوي چې د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرو په کړنلارې مخکې هوکړه شوې او اوس په مقدمې هم هوکړه وشوه.

خو دی وایي، دا مسله د حکومت لپاره ځنډېلې، څو هغوی هم رضایت په ډاګه کړي او بیا به اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر رسنیو ته ویلي و، د سولې د خبرو د مقدمې په اړه ځینې ستونزې شته او باید حل شي.

په همدې حال کې تېره ورځ د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس‌ستولټنبرګ ویلي و، طالبان باید لومړي ګام کې تاوتریخوالی کم کړي، ترڅو سولې ته لاره هواره شي.

ناټو هوډ څرګند کړی، که امریکایي پوځیان له افغانستان څخه بهر هم شي، دوی به د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ويل کېږي، شونې ده نن د دواړو لوريو مرکچي پلاويو له لوري کډه اعلاميه خپره شي چې وروسته به اصلي مذاکرات پيل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام