د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، په دوحه کې د سولې بین‌الافغاني خبرې اترې لا هم په ټپه ولاړې دي.

 د نوموړي په وینا، طالب ډله د دغه وضعیت د دوام مسووله ده.

هغه زیاتوي، که څه هم حکومت او د دولت د سولې مرکچي پلاوی د سولې خبرواترو د پرمختګ لپاره هڅې کوي، خو د دغو خبرواترو د پر مخ وړلو لپاره د طالب ډلې غوښتنې بې‌ځایه، د ملي ګټو او اساسي قانون خلاف دي. صدیقي وايي، حکومت نه شي کولای د یادې ډلې هر ډول غوښتنې ومني.

د ولسمشر ویاند پر طالبانو د نیوکې ترڅنګ وايي، که څه هم دولت سولې ته د ښه نیت او بین‌الافغاني خبرواترو د پیل لپاره ۵ زره طالب بندیان خوشې کړل، خو دې ډلې د وضعیت ښه‌والي لپاره هېڅ ډول اقدام و نه کړ.

صدیقي وايي، که طالب ډله د سولې راتلو او اوربند په اړه د افغانانو غوښتنه نه مني، د نړیوالې ټولنې غوښتنه خو دې ومني.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د دولت او طالبانو مرکچیان د خبرواترو پر کړنلارې هوکړې ته رسېدلي دي.

دوه‌نیمې میاشتې کېږي چې د قطر په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوي، خو تر اوسه دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د دغو خبرواترو لپاره د کړنلارې په اړه هوکړې ته ورسېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام