Asset 1SWN

د امریکا له نوي حکومته د طالبانو بله غوښتنه

_111088395_mediaitem111088394

 

وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن د ټاکل کېدو په مناسبت ویلي چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی تړون د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه وثیقه ده او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او دغه راز د امریکا پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل د دواړو ملتونو په ګټه دي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د امریکا له نوي ولسمشر او راتلونکي دولت نه غوښتنه کړې چې پر هغو کړیو او افرادو پام وساتي چې د جګړې اور ته لمن وهي او خپله ګټه د افغان جګړې په دوام کې ویني.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د هېڅ یوه کس یا هغې کړۍ نوم نه دی یاد کړی چې له افغان جګړې ګټه پورته کوی؛ خو یو شمېر کارپوهان وايي طالبان د افغانستان او ځانګړې توګه قطر کې د سولې د خبرو اترو په اړه د امریکا د نوي حکومت له تګلارې بدلېدو اندېښنه لري.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي، د امریکا د حکومت په مشرتابه کې بدلونونه به د قطر د سولې پر خبرو هم اغېز ولري او همدا موضوع د طالبانو د اندېښنو لامل شوې.

خو پوځي شنونکی اسد الله ندیم سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د طالبانو تازه اعلامیه پر امریکا یو ډول ډیپلوماټیک فشار دی.

د ندیم په وینا، د امریکا د حکومت په مشرۍ کې بدلونونو لپاره ښايي قطر کې د سولې خبرې د یو څه مودې لپاره ځنډولې پاتې شي، خو بېرته به پیل شي.

دې سره د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش تېره ورځ د امریکا له راتلونکي حکومته غوښتي چې د دوحې د سولې خبرو په اړه له سره کتنه وکړي.

خو د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن تراوسه نه ده مشخصه کړې چې د افغان سولې په اړه څه ډول لیدلوری لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام