د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فريدون خوځون چې په قطر کې د دویم پړاو خبرو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی سلاموطندار سره خبرو کې وویل، د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوی به نن د طالبانو له مرکچي پلاوي سره بسټنیزې خبرې پيل کړي.
د خوځون په وینا، د افغان دولت مرکچي پلاوي نن خپل منځي ناسته درلوده او له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي.
خوځون زیاتوي چې دې پړاو کې به د دواړو پلاویو د خبرو د اجنډا په سر کې به په افغانستان کې د اوربند مسله وي.
په دوحه کې د سولې خبرو د دویم پړاو له پېلېدو سره هم مهاله، نن په کابل د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه.
د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، په دې ناسته کې د سولې د دویم پړوا خبرو لارښود هم تایید شوی دی؛ خو د سولې خبرو د لارښود په اړه له ډېرو جزياتو ورکولو ډډه کوي.
د ملي پخلاینې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې د افغانستان د سولې پر اړوندو مسایلو، د بینافغانی خبرو د دویم پړاو پر پیلېدو او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مرکچي پلاوي څخه پر بشپړل ملاتړ خبرې وشوې.
په همدې حال د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره د نړیوالو د ملاتړ ترلاسه کولو او په روانو خبرو کې د افغانستان د خلکو د هېلو د پوره کولو په موخه د« ډيپلوماټیک ډیالوک» تر نوم لاندې یې هڅې پېل کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه ویډیو یې پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ويلي، دغه هڅې په دوحه کې د سولې خبرو دویم پړاو له پیلېدو سره هم مهاله پيل شوې دي.
تمه وه د سولې خبرو دویم پړاو د تېرې اوونۍ چهار شنبې د مرغومې په ۱۶مه پیل شي، خو د دواړو لوریو مرکچي پلاویو د پنچ شنبې پر ماښام لومړنۍ ناسته وکړه او ويې ویل چې د دواړو لوریو کاري کمېټې به شنبې ورځ خپلې خبرې په رسمي توګه پیل کړي.