غني: هڅه کوو د جګړې د پراختیا او افغانانو د وژنې مخه ونیسو

ولسمشر محمداشراف غني په هېواد کې د روان وضعیت په اړه ملت ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، اجازه نه ورکوي د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او هڅه کوي په هېواد کې د روانې جګړې او د بې ګناه افغانانو د وژنې مخه ونیسي. هغه په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې وبلله.

ناټو به افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړي

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم‌مهاله د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به له کابل څخه خپل ملکي حضور ته دوام ورکوي او د افغان امنیتي ځواکونو د ځان بسیاینې او وړتیاوو لوړولو په برخه کې به له دوی سره همکاري کوي. پرون سه شنبه په بروکسیل کې ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دغه هېواد سره د اړیکو د پرېکون په معنا نه دی.

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سلا مشورې لپاره پاکستان ته تللی

ځینو رسنیو پرون داسې راپورونه خپاره کړل چې له مخې یې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له خپلو مشرانو سره په استانبول کې د افغان سولې جوړېدونکې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په اړه د سلا مشورې په موخه کوټې ته تللی دی.
سره له دې چې د یاد دفتر ویاند ډاکټر نعیم پاکستان ته د دې ډلې د پلاوي تګ ردوي، خو په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی پرون کوټې ته ورغلی دی.