«کډوالۍ را څخه په کرېکټ ملي لوبډله کې د لوبېدو هیله واخیسته»

وزګارتیا او بې‌وزلۍ هرکال بې‌شمېره افغان ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي او هغوی ښې راتلونکي ته د رسېدو په هیله نورو هېوادونو ته د تلو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي. له دې ډلې ځینې له قانوني پړاونو تېرولو پرته خپلو هیلو ته رسیږي، خو یو‌شمېر نور چې اقتصادي وضعیت یې ناسم دی د نامنظمې کډوالۍ پر ګواښوونکو لارو روانېږي.

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سلا مشورې لپاره پاکستان ته تللی

ځینو رسنیو پرون داسې راپورونه خپاره کړل چې له مخې یې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له خپلو مشرانو سره په استانبول کې د افغان سولې جوړېدونکې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په اړه د سلا مشورې په موخه کوټې ته تللی دی.
سره له دې چې د یاد دفتر ویاند ډاکټر نعیم پاکستان ته د دې ډلې د پلاوي تګ ردوي، خو په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی پرون کوټې ته ورغلی دی.

پکتيا او خوست کې د ډاکټرانو کار‌بندیز

په پکتيا او خوست ولایتونو کې ډاکټرانو او د روغتيا برخې کارکوونکو د عامې روغتیا وزارت له لوري له تېرو څلورو مياشتو د دوی د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې کاربندیز کړی او په دغه ولایتونو کې یې د عامې روغتیا ریاست دروازې د اعتراض په توګه تړلي دي.

ناامنه لوگر؛ چارواکي او یوشمېر نور کسان د دغه ولایت پرېښودو ته اړ شوي

په لوګر کې یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، طالبان پلان لري چې پر پل‌علم ښار ډله‌ییز برید وکړي.
سرچینه وايي، اوس لسګونه امنیتي پوستې سقوط شوي او د ولایت لومړۍ درجه امنیتي او ملکي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان، ژورنالېستان او لسګونه سوداګر د پل‌علم ښار د سقوط له وېرې وتلي دي.

د کورونا درېیمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۵۴۷ کسان پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۲ زره او ۶۳۲ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۰ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۵۴۷ نور پرې اخته شوي دي. تازه شمېرې چې په ۱۹ ولایتونو کې ثبت شوي، په وروستیو میاشتو کې تر ټولو لوړې هغه دي.

د پلټنې ادارې رییسې استعفا وکړه

د پلټنې ملي ادارې رییسې غزال حارث پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه اداره کې له دوو کلونو خدمت کولو وروسته له خپلې دندې استعفا کوي. مېرمن حارث ویلي چې په دې موده کې یې دوه ځلې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې وه، خو د نوموړي له لوري نه ده منظور شوې.

افغان دولت د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په اړه د ناټو د ژمنو تازه کېدو هرکلی وکړ

افغان دولت له افغانستانه د ناټو د ملاتړ دوام هرکلی وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان دولت د ناټو د هغې اعلامیې هرکلی کوي چې له مخې به یې دغه سازمان خپلو سرتېرو له اېستلو وروسته هم د افغانستان، په تېره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.