Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې د طالبانو بې‌پیلوټه الوتکې پر ۲۱۷ پامیر قول اردو برید کړی

IMG-20201104-WA0021-p1e73d9yxqzjz5vacv8z0ti0ewjzbjs35dwmp2tqj8

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د طالبانو دوو بې‌پیلوټه الوتکو نن د ۲۱۷ پامیر قول‌ اردو پر یوې برخې بم غورځولی او د پوځ یوه چورلکه یې تخریب کړې ده.

سرچینې وویل، دغه بې‌پیلوټه الوتکې دوه ساعته د پامیر قول اردو پر سر ګرځېدې او افغان ځواکونه یې په رانسکورولو بریالي نه‌شول.

په همدې حال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري هم ددغو الوتکو له خوا بم غورځول تاییدوي خو وايي، د هغوی نظامي وسایطو ته زیان نه دی اوښتی.

سلام‌وطندار راډیو څه موده وړاندې هم کندوز کې د طالبانو بې‌پیلوټه الوتکو حضور په اړه راپور خپور کړی و او په کې ځايي چارواکيو او د ولایتي شورا غړيو د دغو الوتکو ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.

پر حکومتي او نظامي برخو د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د کندوز د اوسېدونکيو اندېښنې راپورته کړي.

دوی وايي، طالبان چې هر ځای وغواړي پر دغو الوتکو برید کوي.

څو میاشتې وړاندې هم د کندوز ولایت مقام کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې د والي ۴ ساتونکي وژل شوي وو او ځینې نور ټپیان وو.

طالبانو تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام