د غور په ۲ ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو د وېش مخه نيولې
د غور د شهرک و تولک ولسواليو مسوولان وايي، يوه اوونۍ کېږي چې په يادو دوو ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستې د وېش مخه نيولې ده او نه پرېږدي چې دغه مرستې ووېشل شي.
د دوی په وينا، طالبانو دغه کار د پاکستان د کوټې شورا په لارښوونه کړی او همداراز يې د ملي دسترخوان د پروګرام د مرستو وېشونکيو ته يې خبرداری ورکړی که چېرې دغه مرستې ووېشي، وبه يې وژني.