Asset 1SWN

فراه او نیمروز کې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي

MOD-Army-p2nkhyp09wy8hspbu2iuib4nwbx32wjtkkct0cgt64

د فراه او نیمروز د ولایتي شورا په دغو ولایتونو کې د ۱۸ دفاعي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه د ولایتي شورا غړي خیرمحمد نورزي سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو بېګاه د یوه نفوذي کس په وسیله د ملي اردو ۹ سرتېري وژلي دي.

د نوموړي په وینا، یاد نفوذي کس په فراه‌رود کې د ملي اردو په یوه مرکز کې له دې ډلې سره همکاري کړې ده. د ولایتي شورا دغه غړی وايي، په پېښه کې د ملي اردو ۵ نور سرتېري ټپیان شوي هم دي. طالبانو د یاد مرکز ځینې نظامي تجهیزات هم له ځانه سره وړي دي.

د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو د دې پېښې په اړه بې‌خبري ښيي.

بله‌خوا د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت‌الله صدیقي وايي، لسګونو طالبانو چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال او هاموې ټانګونه هم ورسره وو، نن سهار وختي ۲ بجې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالي کې د ملي اردو د «منار» په نوم یوه کنډک برید کړی او له افغان ځواکونو سره یې نښته پیل کړې ده.

د صدیقي په وینا، په یاده نښته کې چې د سهار تر ۴ بجو یې دوام درلود، د ملي اردو ۹ سرتېري وژل شوي، ۵ ټپیان دي او ۳ نور هم یرغمل شوي دي. په دې جګړه کې یو طالب وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، طالبان د هوايي ځواک له رسېدو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د نیمروز محلي او امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

طالبانو  هم تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د «منار» کنډک د زرنج‌-‌دلارام ۶۶مې شمېرې لویې لارې د امنیت ټینګښت مسوولیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام