د اسلامي امارت رییس الوزرا  ملا محمدحسن اخوند د وزیرانو شورا په ناسته کې د استخباراتو عمومي ریاست مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د ولسي جرګې د مخکیني غړي الله‌ګل مجاهد د «نیولو او شکنجې» قضیه دې وڅېړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې رییس الوزرا د اسلامي امارت د وزیرانو شورا په نهمه ناسته کې د الله‌ګل مجاهد د نیولو او شکنجې قضیه د څېړنې امر کړی دی. د سمنګاني په وینا، رییس الوزرا له الله‌ګل مجاهد سره  د ناوړه چلن عاملان دې ونیسي او قانوني چلن دې ورسره وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې لیدل کېږي، د اسلامي امارت ځواکونه د ولسي جرګې دغه مخکینی غړی وهي او ښکنځلې ورته کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه ویډیو له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د الله‌ګل مجاهد یو غږیز پیغام هم خپور شو چې پکې نوموړي د طالبانو دغه چلن ظالمانه بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام