طالبانو د خوست امنیه قومانداني د جنايي جرمونو پخواني آمر شېر داوود ارین زوی امید نیولی دی. د اسلامي امارت له لوري د جنايي جرمونو د پخواني آمر شېر داوود ارين د زوی اميد د نيولو خبرونه په لویه کچه پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي دي.

د ټولنيزو رسنيو فعالانو پر خپلو فېسبوک‌پاڼو ليکلي چې امېد په يوه خصوصي ليسه کې د نهم ټولګي زده‌کوونکی دی او اوس طالبانو نیولی دی. دوی لیکلي چې طالبانو اميد په دې جرم نیولی چې پلار یې په تېر حکومت کې د لوګر او خوست د امنیې قومانداني د جنايي جرمونو آمر پاتې شوی او په وینا یې، دا کار نه یوازې د طالبانو د عمومي بښنې، بلکې د ټولو قوانینو او اصولو خلاف دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خوست کې د يوې خصوصي ليسې کارکوونکی چې امېد یې زده‌کوونکی دی وايي، هغه له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې ښوونځي ته نه دی ورغلی او دا چې چېرته دی، په اړه يې معلومات نه لري. پر ټولنيزو رسنيو د دغه ماشوم پخوانی تصوير ډېر خپور شوی دی.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریيس شبيراحمد عثماني بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې امېد ۱۳ کلن نه دی او د مکلفيت دورې ته رسېدلی؛ ځکه په خبره یې، ږیره او برېتونه لري. هغه تاییدوي چې امېد د مستندو راپورونه پر بنسټ د څېړنو او پوښتنو ګروېګنو په موخه نیول شوی او د ملي امنیت په بندخونه کې دی.

د نوموړي په وینا، امېد د پلار په جرم نه دی نيول شوی او پر ټولنيزو رسنيو خپور شوی تصویر یې هم پخوانی دی. خو عثماني دا نه وايي چې هغه یې په کوم جرم نیولی او برخلیک به یې څنګه کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له واک ته رسېدو سره سم په هېواد کې عمومي بښنه اعلان کړه چې له مخې یې، د پخواني حکومت ټول امنیتي او ملکي کارکوونکي، د هغوی شتمنۍ، جایدادونه او کورنۍ باید خوندي پاتې شي، خو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د بښنې دغه فرمان سم نه دی پلی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام