کابل کې لوږې د یوې کورنۍ اته ماشومان مړه کړي

د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌‌وطندار ته ویلي چې ۲۲ ورځې وړاندې د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په اتفاق ښارګوټي کې د یوې کورنۍ اته ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي دي.
د سرچینې په خبره، د یادو ماشومانو پلار څه موده مخکې د سرطان ناروغي له امله مړ شوی او ورپسې یې مور هم د ناچارۍ او ستړي ژوند له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د غور په محکمو کې د قضیو هواري لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې

هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼ‌شمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.

طالبانو د خوست د جنایي جرمونو د پخواني آمر زوی نیولی

طالبانو د خوست د امنیې قومانداني د جنايي جرمونو پخواني آمر شېر داوود ارین زوی امید نیولی دی.
د اسلامي امارت له لوري د شېر داوود ارين د زوی اميد د نيولو خبرونه پر ټولنیزو د خلک غبرګونونه راپارولي دي.
د ټولنيزو رسنيو کاروونکو پر خپلو فېسبوک‌پاڼو ليکلي، امېد چې د خصوصي ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکی دی، اوس له طالبانو سره دی.

لوګر کې د بانکونو تړل کېدو د خلکو کاروبار خراب کړی

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي او سوداګر وایي، د اسلامي امارت له راتګ او دغه ولایت کې د بانکونو له تړلو وروسته د زرګونو کسانو، په ځانکړې توګه د سوداګرو کاروبار خراب شوی او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې ژرترژره د بانکونو فعالیت ته د پخوا په شان اجازه ورکړي، څو سوداګر او عام خلک خپلو پانګو ته لاسرسی پيدا او خپلې چارې پر مخ یوسي.

طالبانو په تورخم کې دوه خبریالان وهلي

د اسلامي امارت ځواکونو نن په تورخم ښارګوټي کې د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ او د جاج نیوز وېب‌پاڼې خبریال جاوید رازمند وهلي ټکولي دي.
دغه خبریالان وايي چې پاکستان ته د مسافرو د تګ په اړه د راپور جوړولو په موخه سیمې ته تللي وو چې د طالبانو له لوري ووهل شول. د دوی په وینا، که څه هم د تورخم کمیسارۍ چارواکو سیمې ته د تللو او راپور جوړولو اجازه ورکړې وه، خو طالبانو بیا هم ووهل او وسایل یې ور مات کړل.

یوناما: د افغانستان د اقتصاد پاشلو د مخنیوي لپاره باید ټول بنسټونه کار وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبر لاینز وایي، د افغانستان د اقتصاد پاشلو څخه د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د افغان ولس د ښځو او نارینه‌ وو په ګډون د حقونو ملاتړی او پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي. د ویناپاڼې پر بنسټ، په دغو لیدنو کې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین د خرابوالي او د بشري حقونو د اندېښنو په اړه خبرې شوې دي.