د طالبانو په کابینه کې د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو ویاندویانو خپور کړی، خپلو کسانو ته خبرداری ورکړی چې په عمومي بښنه کې ټول مخالفان شامل دي او هېڅوک حق نه لري چې کوم مخالف وګواښي یا یې هم ووژني.

د هغه په وینا، خبر شوی چې طالبانو په ځینو سیمو کې یوشمېر کسان د دښمنۍ له کبله وژلي، په داسې حال کې چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمد یعقوب د طالبانو د بنسټ‌ اېښودونکي ملا محمد عمر زوی دی او تر اوسه ډېر کم د خلکو مخې ته را څرګند شوی او دا یې هم د دفاع وزارت د سرپرست په توګه لومړنۍ وینا ده.

هغه زیاته کړې، هغه کسان چې مخکې یې له طالبانو سره جګړه کړې، بښل شوي او هېڅوک حق نه لري چې له دې کبله څوک ووژني او که چا دغه کار وکړ، سخت چلن به ورسره وشي.

محمد یعقوب طالب وسله‌والو ته په خطاب کې ویلي چې «د خلکو هر ډول ګواښل او وژل، د اسلامي امارت د موخو خلاف کار دی.» د نوموړي په وینا، که څوک له چا سره شخصي شخړې لري، باید د محکمې له لارې یې حل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له راتګ څخه وروسته، په هېواد کې د طالب وسله‌والو له لوري د بشري حقونو د نقض او شخصي غچ اخیستنې راپورونه خپاره شوي دي. نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو تور پورې کړی چې خلک وژني، شکنجه کوي یې او بشري حقونه نقضوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام