په غور ولایت کې یو شمېر هغه سرتېري چې له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې ټپیان شوي، د جګړې له ډګرونو د ټپیانو او مړو د نه لېږد څخه له سیمه‌ییز او د حکومت له مرکزي ادارې په نیوکې سره وایي، په اوونيو اوونيو د جګړو په سنګرونو کې د سرتېرو مړي پاتې کېږي او څوک  نشته چې يا يې روغتون او یا يې هم کور ته ولېږدوي.

ټپي سرتېری نظام الدین چې په غور ولایت کې د پولیسو په لیکه کې دنده ترسره کوي وايي، یوه اوونۍ وړاندې د یاد ولایت په دولینه ولسوالۍ کې له وسله‌والو طالبانو سره په نښته کې ټپي شوی؛ خو دا موده یې د جګړې په تود سنګر کې له درملو او ډاکټر پرته تېره کړې او له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته یې د یاد ولایت ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدولی دی.

د امنیتي ځواکونو پر وړاندې  د مسوولانو د نه پاملرنې په اړه نظام الدین خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «نږدې ۷ ورځې کېږي چې له وسله‌والو طالبانو سره په نښته کې ټپي شوی یم، دولنې ولسوالۍ کې امکانات نشته چې درملنه مې وکړي، دولت هم امکانات نه لري چې سړی ولېږدوي. چورلکه اووه ورځې وروسته راغلې او زه یې ولایتي روغتون ته لېږدولی يم. د پسابند ولسوالۍ د عامه نظم سرتېرو کې یو وژل شوی او بل یې ټپي و، شل ورځې یې ساتلي وو چې پرون یې له پسابند ولسوالۍ څخه راوړل.»

په غور کې  د ټپي شویو سرتېرو کورنۍ او د یاد ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت د چارواکيو د نه پاملرنې څخه په نیوکې سره وایي، دوی په کراتو د جګړو له ډګرونو د خپلو ټپیانو او مړو د جنازو په وخت  لېږد لپاره د حق غوښتنې غږ پورته کړی؛ خو تراوسه په دې اړه کوم ګام نه دی شوی.

خو د غور امنیتي چارواکي وایي، د امنیتي ځواکونو د ټپیانو او مړو لېږد د دوی د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري، خو د یوې مياشتې راهیسې د خرابې هوا او لارو بندېدو له کبله دوی نه دي توانېدلي چې وژل شوي او ټپي سرتېري ولېږدوي.

د غور ولایت اوسېدونکي همدا راز وایي، که حکومت د وسله‌والو طالبانو د روانې فصلي جګړې  د مهار لپاره کوټلي ګامونه پورته نه‌کړي، دوی به په روان کال کې د امنیتي ځواکونو د زیاتې مرګ‌ژوبلې شاهدان وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام