Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د طالبانو د سل کسيزه قطعې د قومندان په ګډون ۵۰ وسله‌وال وژل شوي

123139763_3411612825542145_424039366077057738_n-oxpq02i2rq0ncp90ll6i10es5zeek03pc5hq3fanpw

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند په سورګدر، بشران او د نادعلي، ګرمسېر او ناوې ولسواليو کې پوځي عمليات کړي چې په پايله کې يې  د وسله‌والو طالبانو د سل کسيزه قطعې د يوه قومندان «عبدالسلام» او ۳ ماين خښوونکيو په ګډون ۵۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

له ملي دفاع وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د وسله‌والو طالبانو د سل کسيزه قطعې قومندان عبدالسلام پخوا د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو تش په نامه ولسوال و او اوس يې په ناوې ولسوالۍ کې د دولت ضد فعاليتونه کول چې د افغان ځواکونو هوايي بريد کې ووژل شو.

خبرپاڼه زياتوي، د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د وسله‌والو طالبانو ۸ قرارګاوې، لسګونه ميله وسلې، وسایط او زيات شمېر رهبري شوي راکټونه هم له منځه تللي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو دغه عمليات د هوايي ځواک په مرسته د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د وسله‌والو طالبانو د بريدونو د مخنيوي په موخه ترسره شوي.

د يوه بل خبر له مخې فارياب کې امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت لپاره د وسله‌والو طالبانو  تش په نامه والي مولوي وکیل مشهور په ملاناظم په يوه ماين چاودنه کې ووژل شو.

د فارياب امنيې قومندان غیب‌الله سادات وايي، دغه پېښه  د دولت‌اباد ولسوالۍ «پوپل‌زي» سيمه کې شوې چې له مولوي وکيل سره يې ۶ ساتونکي هم وژل شوي دي.

سادات زياته کړه چې په دې پېښه کې درې نور کسان ټپيان شوي هم دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام