Asset 1SWN

بامیان کې یوه کس خپل پلار په چاکو وژلی

Bamyaan-posl384ck32vk1amwqhfzmr2s2pbg7fzix4b0cga6g (1)

د بامیان محلي مسوولان وايي چې د محمد په نوم یوه کس د دغه ولایت د مرکز اړوند د پولادي سیمې په چپ‌دره کلي کې خپل پلار په چاکو وهلی او وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني وايي، دا پېښه د وږي په ۲۴مه، د شپې شاوخوا نهه بجې د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې وژل شوی کس د خپل زوی له لوري په نس کې پر چاکو وهل شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه وايي، امنیتي مسوولانو قاتل نیولی او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام