که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسله‌والو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.

د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي. د هغه په خبره، ترور شوي کسان د ژبې او خبرې کسان وو او خلک پرې راټولېدل.

ناپېژنده وسله‌والو د هدفي وژنو په لړ کې همدا تېر ماښام د ګردېز اړوند په حليم کلا سيمه کې د تخنيکي انسټېټيوټ د دويم کال محصل عزيزالرحمان وواژه او د هغه ورور محمدطاهر یې ټپي کړ.

د وژل شوي ورور يارمحمد سلام‌وطندار ته وويل چې ورور يې ډېرې هيلې لرلې، خو په خبره یې، له پوره کېدو مخکې یې ګور ته ورسره یووړې. نوموړی زیاتوي، ورور یې زده‌کړیال و او د کورنۍ سترګې یې ورته اوښتې.

دا یوازې عزيزالرحمان نه دی چې د هدفي بريد ښکار ګرځي، بلکې د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې د ولايتي شورا یوه وکيل سردارخان ملنګزوی په ګډون، دوه قومي مشران، دوه څارنوالان او نور عام وګړي چې ټول‌ټال شپاړس کسان کېږي، په پکتیا کې ترور شوي دي.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې پر مرکز ګردېز سربېره په ولسواليو کې هم د هدفي وژنو کچه لوړه شوې او باید مخه یې ونیول شي.

د پکتيا اوسېدونکي ساحل منګل او شازيه وايي، د هدفي وژنو زیاتوالي یې ژوند تریخ کړی او هره شېبه په ډار سره تېروي. دوی له حکومت څخه هم غواړي چې ژرترژره لاس په کار شي او د روانو ترورونو مخه ونیسي.

د پکتیا ولایتي مسوولان وايي، د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره یې د ګردېز ښار کې د امنیتي ګارنېزون ګزمې څلېرویشت ساعته کړي او د امنیتي ځواکونو د همغږۍ پر یوه ګډ مرکز کار کوي.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي، هدفي وژني په جګړه کې د وسله‌والو طالبانو د کمزورۍ او مايوسۍ ښکارندویي کوي.

د پکتیا امنيتي مسوولان وايي، وسله‌وال د مخامخ جګړې وسه نه لري او ډېر کله د امنيتي او مخورو کسانو پر کورونو بريدونه کوي، خو وسله‌والو طالبانو د دغو پېښو په اړه هېڅ نه دي ويلي او نه يې هم غندلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام