ازانګه افغان د سږني کال کانکور ازموینې د زرګونه کډونوالو له ډلې هغه  ښځينه زده کوونکې ده چې د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته یې لاره پیدا کړې ده.

د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۶۰ زره کسانو ګډون کړی چې له دې ډلې  ۸۴۸۶۳ زره نجونې او هلکان ترې د هېواد بېلابېلو پوهنتونو ته بریالي شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ازانګې افغان بریا تر هغې وروسته پر خواله رسنیو د خلکو له تاوده هر کلی سره مخ شوه چې پلار یې عزت افغان پر خپله فیسبوک‌پاڼه له ازانګې سره خپل ګډ انځور خپور کړ او پوهنتون ته په بریاليتوب یې مبارکي ورکړه.

عزت افغان پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «ازانګه د شینوارو د مېړني او پښتون ولس ویاړلي او په علم سمبال لور ده چې غواړي د خپل وطن د اقتصادي، سیاسي او اجتماعي عزت د لاسته راوړنې لپاره نړیوالو ته ثابته کړي چې یوه مسلمانه افغانه او پښتنه نجلۍ کولی شي، د کمپیوټر ساینس په نوي ټکنالوژۍ کې هم افغانستان د چا محتاج نه اوسي.»

د فېسبوک ګڼ‌شمېر کارونکو په دې تړاو تبصرې کړي او زده کړو ته د هڅونې او ملاتړ په موخه یې د عزت افغان هڅه ستایلې ده.

د حیات سهار په نوم یو کاروونکي په خپله تبصره کې لیکلي: «داسې ټکي او کلمې به نه وي چې ستا غوندې د یو ویاړلي پلار صفت په کې ونغاړو. خورجانه دې رب د ژوند په هر ډګر کې همداسې تانده او لایقه لري او ستاسو په شتون کې دې همداسې ځلانده وي.»

عزیز الرحمن په نوم یوه بل کس لیکلي چې تاسو د افغاني ټولنې ویاړ یاست او دا بریا دې در مبارک وي. هغه د دې تر څنګ غوښتنه کړې، زموږ ټولنه دا څېر کسانو ته اړتیا  لري او ټول باید هڅه وکړي چې خپل اولادونه د تعیلم په ګاڼه سمبال کړي.

لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک بیا په دې تړاو ویلي چې هېواد به داسې خلک له زواله ژغوري. هغې غوښتنه کړې چې لوڼې مو زده کړو ته ولېږئ، څو د ښې راتلونکې څېښتنې او ټول ورسره اسوده اوسي.

تر شپږم ټولګيو پورته زده کوونکو ته څه د پاسه یو کال په تېریدو له هم ښوونځيو د تګ اجازه نده ورکړې شوې، یو شمېر کسانو پر خواله رسنیو د اسلامي امارت له چارواکو هم غوښتنه کړې، چې هر څه ژر ښوونځي خلاص کړي تر څو راتلوونکي کې نورې نجونې  هم وکولی شي، چې لوړو زده کړو ته لار پيدا کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اخوا  د اسلامي امارت چارواکو څو ځله په ناستو او خبري کانفرانسونو کې ویلی، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د پرانستو لپاره په یوه طرحه کار کوي او تر بشپړېدو وروسته به دا ستونزه هواره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام