Asset 1SWN

انګلستان په ۲۰ منډو نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

348556

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې نیوزیلنډ ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړي.

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام کې دا د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی ماته وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر جاش بټلر ۷۳ او د الېکس هېلس ۵۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د انګلستان له لوري د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د شلو اورونو په لوبولو سره خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۹ منډې یې جوړې کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې ګلېن فلېپ ښه وځلېد او ۶۲ منډې یې جوړې کړې. د لوبې غوره لوبغاړی د انکلستان لوبډلمشر جاش بټلر ونومول شو چې ۷۳ منډې یې جوړې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام