د «هاګ» نړیواله محکمه افغانستان کې جګړه‌ییز جنایتونه څېړي

افغانستان چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په کورنیو او له بهره پرې تپل شویو جګړو کې سوځي، میلیونونه وګړو ته یې په دغو جګړو کې مرګ‌ژوبله اوښتې یا هم په‌کې معلول شوي دي. د جګړو ښکېلو لوریو ډېر جګړه‌يیز جنایتونه کړي، خو د سیاسي او نورو مصلحتونو له مخې یې عاملان د محکمې مېز ته نه‌دي را کش شوي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۱ کال پر مهال افغانستان کې پر ۱۷۷ زره هېکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي وو، خو په روان ۲۰۲۲ کې پر ۲۳۳ زره هېکټاره ځمکې کرل شوي او په دې سره یې په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې لیکل شوي چې کروندګرو روان کال په کابل کې هم کوکنار کرلي، خو تر ټولو ډېر بیا هلمند کې کرل شوي دي.

امیرخان متقي: هغوی چې بهر سیاسي اېتلاف جوړوي، د غلامۍ زنځیر غاړه کې اچوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوشنبې ورځ په کابل کې د استخباراتو عمومي ریاست قطعاتو ته د یونیفورم وېشلو غونډه کې ویلي، هغه کسان چې له افغانستانه بهر سیاسي اېتلاف جوړوي، د غلامۍ زنځیر غاړه کې اچوي. متقي ویلي چې «د اسلامي امارت د نظام پیاوړتیا، د افغانستان ژغورنې یوازینۍ لاره ده.»

د ۴۰میلیونه ډالرو یوه بله کڅوړه نن کابل ته راورسېده

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک نن سه‌شنبه د لړم لسمه پر خپله ټوېټرپاڼه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغه مرستې د بانکي سکټور له لارې ترسره کړي.

انګلستان په ۲۰ منډو نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې نیوزیلنډ ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړي.

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام کې دا د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی ماته وه.

افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې ۴۷ سلنه زیاتې شوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the Children) د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر له ډېروالي خبر ورکړی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د لړم په نهمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د بې‌‌وزلي او لوږې له زیاتوالي سره هم‌مهاله دغه هېواد کې د خوارځواکۍ پېښې ۴۷ سلنه زیاتې شوې دي.