Asset 1SWN

افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې ۴۷ سلنه زیاتې شوي

FgZxfsfWYAEN9ml (1)

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the Children) د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر له ډېروالي خبر ورکړی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د لړم په نهمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د بې‌‌وزلي او لوږې له زیاتوالي سره هم‌مهاله دغه هېواد کې د خوارځواکۍ پېښې ۴۷ سلنه زیاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد سازمان په وینا، د افغانستان په ځینو سیمو کې یو‌شمېر نوي زېږېدلي ماشومان تر درملنې مخکې مړه شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان همداراز ویلي چې د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اوسه، پر خوارځواکۍ اخته ماشومان چې د دغه سازمان روغتیايي مرکزونو ته یې مراجعه کړې، ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

په ورته مهال دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان کې روان وضعیت له پامه ونه غورځوي او په وینا یې، مخکې له دې چې دغه ناورین نور هم ژور شي، اړین اقدام ته اړتیا ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان په وینا، افغانستان کې پراخه وچکالي او پاشلی اقتصادي وضعیت په دغه هېواد کې د بشري بحران زیاتوالي لامل شوی او خلک د خوراکي توکو برابرولو لپاره خپلې ځمکې او څاروي پلوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام