د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې هېواد کې د کورونا ویروس د نوې موندل شوې اومېکرون بڼې له امله د مړینې شمېرې ډېرې شوې دي.
د یاد وزارت مسوولان په هېواد کې د اومېکرون د خپرېدو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي چې یاد ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.
د اسلامي امارت ویاند جاوید هژیر له سلاموطندار په خبرو کې وویل، که څه هم په هېواد کې د اومېکرون ویروس د تشخیص لپاره لازم تجهیزات او امکانات نشته، خو په روغتیايي مرکزونو کې چې کومې نښې نښانې ثبت شوي، ښکاري چې یاد ویروس د خپرېدو په حال کې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د هژیر په وینا، د عامې روغتیا وزارت په وار وار د روغتیا نړیوال سازمان څخه د اومېکرون ویروس د تشخیصیه کېټونو غوښتنه کړې، خو تراوسه یې یاد کېټونه نه دي ورکړي.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیله شاوشخوا ۱۱۴۰۵ کسان پر دې ویروس اخته شوي او ۳۵۷۸ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.
بلخوا هېواد کې د اومېکرون له کبله د مړینو شمېر هم لوړ شوی دی او یوازې په وروستیو دوو اوونیو کې ۶۶ کسان او په ټولیزه توګه د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیله تراوسه پورې ۱۱۵ کسان مړه شوي دي.
په همدې حال کې روغتیاپالان له اومېکرون څخه د مخنیوي لپاره د ټولنیز واټن مراعاتول، د ماسک کارول او په مکرره توګه د لاسونو وینځل مهم بولي. روغتیاپال قاسم ستور له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، اومېکرون یو ډول ساري ویروس دی او د بدن پر بېلابېلو غړو اغېز کوي.
د هغه په وینا، یاد ویروس د بدن معافیتي سېسټم زیانمنوي او یوازې واکسین کولای چې د یاد ویروس مخه ونیسي او همداراز د ماسک کارول هم اړین دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې ټولو سره سره د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کورونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره د هېوادوالو غوښتنه زیاته شوې او د یاد وزارت د شمېرو پربنسټ، هره ورځ شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان روغتیايي مرکزونو ته د کورونا ویروس واکسین ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.