د کابل ښار یو شمېر اوسېدوونکي عامي روغتیا وزارت په کم کارۍ او بې غورۍ تورنوي او وايي، په داسې حال کې چې د اومېکرون ویروس د خپرېدو کچه لوړه ده خو یاد وزارت د دغه ویروس د خطرونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړی.

د کابل اوسېدوونکي ټینګار کوي چې د اومېکرون ویروس په اړه د خلکو ناخبري به ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کړي. دوی زیاتوي چې په دې سره به هېوادوال ډېر زیات زیانمن شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار اوسېدوونکی تابان وایي: « د عامې روغتیا وزارت پر کړنو نیوکې زیاتې دي، ځکه نه دی توانېدلی چې هېوادوالو ته د عامه پوهاوي سیسټم جوړ کړي څو د خلکو پام شي چې دغه ویروس اوس هم شته او د زیاتېدو په حال کې دی او خلک په دې برخه کې باید توجه وکړي. »

کابل ښاریان غواړي چې د ښارونو په کچه  بیلبورډونه ولګول شي او د رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او رسنۍ  باید د عامه پوهاوی لپاره روغتیایي پیغامونه خپاره کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر سلام وطندار ته وویل چې یاد وزارت د کورونا د نوي بڼې په اړه د عامه پوهاوي لپاره مالي ملاتړ نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغان-جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق اکبري وايي، د اومېکرون ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې عامه پوهاوی ګټور دی.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د اومېکرون ویروس په ټوله نړۍ او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام