د عامې روغتیا وزارت مسوولان تاییدوي چې په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر سلام وطندار‌ته وویل چې تېرو دوو اوونیو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، د تېرې ورځې شمېرې ښيي چې د ټول هېواد په کچه د ۲۰۰۸ مواردو له ډلې څخه ۴۲۹ یې مثبت دي چې دغه شمېرې تېرو ورځو ته په کتو د کورونا د مثبتو پېښو زیاتوالی ښيي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د ۴۲۹ مثبتو پېښو له ډلې، ۱۹۵ پېښې کابل، ۹۹ ننگرهار، ۲۰ کندهار، ۵ بلخ، ۷ هلمند، ۳۸ میدان وردک، ۱۰ پروان، ۱۹ کونړ، ۱۵ لغمان، ۱۵ پنجشیر او ۶ هم خوست کې ثبت شوي چې له دې ډلې پر کورونا اخته ۴ ناروغان مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

څو موده مخکې د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي و چې دغه وزارت د روغتیا نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه کړې او دغه سازمان ژمنه کړې چې د روانې ( جنوري) میاشتې تر پایه به افغانستان ته د کورونا ویروس د نوي بڼې یا اومیکرون تشخیصيه کېټونه ورکوي.

جاوید هژیر د اومیکرون تشخیصیه کېټونو په اړه وايي، سره له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې وه، خو تراوسه دغه کېټونه د عامې روغتیا وزارت ته نه دي ورکړل شوي.

په روغتونونو کې د درملو کمښت هم له هغو ستونزو څخه دی چې هېوادوال ورڅخه شکایت کوي. خو د عامې روغتیا وزارت وايي، د درملو ستونزه تر یوه حده حل شوې ده. د دغه وزارت ویاند وایي، د کورونا ناروغانو د درملنې په موخه ۳۴ ولایتونو کې ۳۸ روغتونونه فعالیت کوي چې د عامې روغتیا وزارت یوازې د پنځو روغتونونو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د افغان جاپان روغتون سرطبیب طارق اکبري تاییدوي چې د هرې ورځې په تېرېدو په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتېږي او تېرو دوو اوونیو کې د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.

هغه وایي: « په افغان_جاپان او په نورو ولایتي روغتونونو کې دا مهال د کورونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او په تېرو دوو اوونیو کې روغتون کې د بستري ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ مثبتې پېښې ثبتېږي.»

د عامې روغتیا وزارت داسې مهال هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي چې د تېر حکومت په سقوط سره، د افغانستان روغتیایي نظام له جدي بحران سره مخ شوی او له بلې خوا هېوادوال هم روغتیايي موارد په سمه توګه نه مراعتوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام