کولرا چې یوه ساري ناروغي ده او په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې ګڼ‌شمېر کسان هم پرې اخته شوي، د روغتیاپالانو په وینا، که مخه یې ونه نیول شي، ښايي د ډېرو ژوند ترې واخلي.

د کابل د انتاني روغتون مسوولان وايي چې د تېرو درېوو میاشتو په پرتله په دغه روغتون کې د کولرا ناروغۍ د شکمنو پېښو شمېر درې برابره شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد روغتون ټرینر متخصص فریدا‌لله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې دغه روغتون ته پر کولرا اخته ۱۱۰ کسانو مراجعه کړې، په داسې حال کې چې دغه شمېر د تېرې میاشتې په یوه شپه او ورځ کې ۳۰ کسانو ته رسېده.

د کابل انتاني روغتون مسوولان د کولرا وبا خپرېدو لامل، د هوا ګرمېدل، د حفظ الصحې نه مراعت او د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی یادوي.

په ورته مهال د کابل انتاني روغتون کې پر کولرا ناروغۍ اخته یو‌شمېر کسان وايي، په تېرو څو ورځو کې تر جدي درملنې لاندې وو چې اوس یې وضعیت ښه لور ته روان دی.

پر کولرا اخته مرسل وویل: «معده مې درد کوي، د معدې له امله مې زړه هم درد کوي. تشناب ته چې ځو درد مو زیاتېږي، یوازې مې لږ غوښه خوړلې وه او یوه مڼه مې خوړلې وه.»

بل‌خوا باختر خبري اژانس ویلي چې یوازې نن د زابل په شهر صفا ولسوالي کې لسګونه کسان پر کولرا اخته شوي دي.

په ورته د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې په کندهار، هلمند او میدان وردګ ولایتونو کې پر کولرا ناروغۍ د اخته کسانو نږدې سل شکمنې پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه ۱۸ کسان د شدیدو اسهالاتو له امله مړه شوي. د نوموړي په وینا، سیمې ته یې روغتیايي ډلې استولي او پر کولرا ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې بهیر روان دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ډاکټرانو په وینا، کولرا یوه وژونکې ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو د څښلو له امله رامنځته کېږي چې نښې نښانې یې اسهالات او استفراق دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام