Asset 1SWN

د انتیک‌فروشي کوڅې د بازار سوړوالی؛ «په دوو میاشتو کې یو پېرودونکی نه راځي»

تتتت

کله چې د کابل په نوي ښار کې د انتیک‌فروشي کوڅې ته ورشئ، سترګې به مو د ګوتمیو او لاس‌بندونو په څېر پر هغو توکو ولګېږي چې د زمرودو، فېروزې او یاقوتو له قیمتي ډبرو جوړ شوي او د پلورنځیو پر الماریو کې کتار اېښودل شوي دي. برنجي سماوارونو، کوچنۍ غالۍ او د سینګار توکو بیا دې کوڅې ته نوره ښکلا هم وربښلې ده.

په انتیک‌فروشي کوڅه کې یوشمېر انتیک‌پلورونکي وايي، په دې کوڅه کې داسې جامې، توکي او وسایل هم شته چې مخینه یې ۵۰۰ کلونو ته رسېږي.

خو په دې ورځو کې د دې کوڅې هاغه پخوانی بیروبار نشته او د انتیک پلورونکو په وینا، پېرودونکي یې د پخوا په پرتله د پام وړ کم شوي دي. دوی د انتیکو توکو لپاره د بهرنیانو نه ورتګ او هېواد ته د ماشیني سینګارتوکو را واردېدل د خپل کاروبار د پیکه‌ کېدو اصلي لاملونه بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالکبیر چې له ۶۵ کلونو راهیسې د شهرنو په انتیک‌فروشي کوڅه کې د سینګارتوکو او زرګرۍ پلورنځی لري وايي، اصلي پېرودونکي یې بهرنیان او په بهر کې مېشت افغانان دي چې په وینا یې، نور د پېر لپاره دې کوڅې ته نه ورځي. هغه زیاتوي: «د افغانستان لاسي صنایع د دې لپاره چې بازار ازاد شو او سپین‌زر او عتیقه توکي له چین، ټایلنډ او ترکیې څخه راځي، جوړښت یې هم ښه دی؛ ځکه چې ماشیني دي، خلک یې هم ډېر خوښوي، د امنیتي وضعیت له کبله څو کاله کېږي چې د عتیقه توکو بازارونو ته بهرنیان هېڅ نه راځي.»

سمیر چې له نیمې پېړۍ څخه ډېره موده کې په دې کوڅه کې انتیک پلوري، له خپل کاروبار څخه ګیله‌من دی او وايي، اوس داسې وخت هم پرې راغلی چې په دوو میاشتو کې یو پېرودونکی یې هم پلورنځي ته نه‌دی ورغلی. نوموړی زیاتوي: «زموږ خلک له انیتکو توکو سره علاقه نه لري. دا بهرنیان دي چې راځي، افغاني جنسونه او دا څیزونه پېري. یوه میاشت هم شوې چې موږ سودا نه‌ده کړې، ان دوه میاشتې شوي چې سودا مو نه‌ده کړې. بازار او پېرل نشته.»

په انتیک‌فروشي کوڅه کې یو بل انتیک‌پلورونکی محمدیاسین هم ورته کیسه لري. هغه وايي، د جمهوریت دورې په پرتله یې بازار ۹۰ سلنه کمرنګه شوی دی. نوموړی زیاتوي: «اوس علاقه‌مندي نشته او کاروبار ۹۰ سلنه کم شوی. که څه هم د دغو توکو لرغونتوب له ۱۰۰ کلونو ډېر دی، خو اوس چې بهرني پېرودونکي نه لرو، کاروبار نشته، پېرودونکي نه لرو او صفر ته را ټیټ شوی دی.»

په همدې حال کې د کابل په شهرنو کې د انتیک‌فروشي کوڅې وکیل یوسف وايي چې اوس په دې کوڅه کې له دوو زرو ډېرې هټۍ فعالیت کوي، خو په وینا یې، په تېرو کلونو کې دا شمېر له ۳۵۰۰ هټیو نه لوړېده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وايي، د دې کوڅې ډېری انتیک‌پلورونځي تړل شوي او اوس یې یوازې ۱۰۰ پلورنځي فعال دي او په نورو هټیو کې یې غالۍ، پوستکي او نور لرغوني څیزونه پلورل کېږي. هغه د بهرنیو پېردونکو نه موجودیت ته په اشارې وايي: «یوشمېر یې بهر ته ولاړل او یوشمېر هغو یې خپل کاروبار پرېښود. اوس نه ښکلا لري او نه پېرودونکي. ټول پېرودونکي یې بهرنیان دي چې اوس نشته.»

د کابل ښار د شهرنو انتیک‌فروشي کوڅه ۷۰ کاله مخینه لري. لومړی دا کوڅه د مرغ‌فروشي په نوم پېژندل کېده، خو د انتیک‌پلورونځیو او د لوړې بیې جامو په ډېرېدو سره د انتیک‌فروشي کوڅې په نوم ونومول شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام