د کابل د نوي ښار د زینتي توکو کوڅه یا «انتیک‌فروشي» چې کلونه تاریخ لري او د قیمتي او زینتي توکو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي، اوس یې بازار له رکود سره مخ دی.

په انتیک‌فروشي کوڅه کې د زینتي توکو یو‌شمېر هټۍ‌وال وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې، پېردونکي خورا کم شوي او بازار یې مخ په ځوړ روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، له دې وړاندې به دغې کوڅې ته ډېری وخت بهرنیان د زینتي توکو د پلور لپاره ورتلل، خو په هېواد کې د سفارت‌خونو له تړل کېدو وروسته دغه بازار ته هېڅ بهرنی وګړی د زینتي توکو د پلور لپاره نه دی ورغلی.

د زینتي توکو کوڅه کې یو هټۍ‌وال عبدالجبار نظري سلام‌وطندار ته وویل: «په انتیک‌فروشي کوڅه کې بازار صفر دی. پلور او پېر نشته. د اسلامي امارت له راتګ وروسته، خو بېخي خراب شوی. بهرنیان او سیلانیان نه راځي او له همدې امله بازار صفر دی.»

په همدې حال کې د دغه بازار د هټۍ‌والو مرستیال محمداکبر سمندري وایي، که په کابل کې سفارتونه بېراته پرانستل نه‌شي او بهرنیان بیا دغه لرغوني بازار ته ورمات نه‌‌شي، ښایي د یاد بازار ډېری هټۍ‌ په نږدې راتلونکې کې وتړل شي او مالونه یې پر هټۍ‌والو ورتاوان شي.

بل لور ته بیا د صنایعو او سوداګري وزارت د پروګرامونو د تنظیم رییس احسان‌الله پذیر سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی له بېلابېلو هېوادونو سره په اړیکه کې دي، څو د افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره په نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره او د توکو لپاره یې د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لاسي صنایع، لرغوني توکي، قیمتي کاڼي، پخواني جګړه‌ییز وسایل، لرغوني لوښي او ګاڼې هغه توکي دي چې په دغه بازار کې د پلور لپاره کېښودل شوي، خو اوس له ګڼې‌ګوڼې خالي او د خرڅلاو مزه یې نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام