د جلال‌اباد ښار له ګڼې ګونې په ډکو واټونو د سړک پرسر د زینتي کبانو د خرڅلاوو هڅې تازه پیل شوي چې پېرېدونکي او خوښونکي دواړه یې پرېمان دي.

رنګارنګ کوچني کبان چې له اوبو په ډکو ښیښه‌یي کنډولونو او پلاستیکونو کې اچول شوي، پلورونکي يې وایي، له ایران څخه کابل او بیا یې جلال‌اباد ته د خرڅلاو لپاره راوړي، ځکه دا ښار پر نفوسه او مینه‌وال یې هم زیات دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زینتي کبانو د في دانې قیمت له ۵۰ تر ۳ سوه افغانیو رسېږي، خو که څوک یې د زیات سینګار لپاره ښيښه‌يي کنډول اخلي، نو قیمت یې لوړ دی.

پلورونکو یې وویل، هغوی چې د ساتنې شوق یې کوي، نو پالنه یې هم ضرور ده او په کار ده چې پر وخت یې د اوبو د بدلون او خوراکې بندوبست وشي.

ماهي پلورونکی اسماعیل سلام‌وطندار ته وايي: «په دې خاطر چې ننګرهار ډېر پر نفوسه سیمه ده، نو دا ځای مو د زینتي ماهیانو د خرڅلاو لپاره ټاکلی دی. دا د شوق مسله ده، هر څوک، يې شوقي وي، راځي او له موږ څخه دا ماهیان اخلي. له موږ یې د ساتنې پوښتنه هم کوي، ورته وایو چې پر وخت خواړه ورکړي او د شیشیي صندوقچو اوبه یې تبدیل کړي. نو بیا ډېر وخت لپاره ژوندي پاتې کېدلی شي.»

د زینتي کبانو خوراکه هم جلال‌اباد کې په اسانۍ پیدا کېږي چې سل ګرامه یې په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د دې ښکلو کبانو خوښوونکي وايي، هغه مهال چې ننګرهار کې نه موندل کېدل، نو له کابل او نورو سیمو به یې راوړل، خو اوس چې دلته یې بازار جوړ شوی پرې خوښ دي.

د جلال‌اباد اوسېدونکی محمد قاسم چې له ډېرې مودې راهیسې د کبانو د ساتنې شوق لري وايي، اړینه ده چې په سمه توګه یې ساتنه وشي، ځکه بیا یې تر ډېره د ژوندي پاتې کېدو امکان شته.

هغه وویل: «ما په دوکان کې کېښودلي، دلته چې خلک راځي او ګوري یې ډېر وخته خوشحالېږي. خلک دي بېلابیل شوقونه لري. زما بیا د ماهیانو ساتل خوښېږي. دوکان کې یم چرته ګرځېدلی نه شو، نو دلته مو ورسره ساعت تېر دی او د دوکان تر څنګ مې په کور کې هم ساتلي دي. دا خپل خاص خوراک لري او بازار کې خرڅلاو هم ښه دی، خرڅوونکي یې خوښ دي، تر کابل په جلال اباد کې زیات پېریدونکي لري.»

که څه هم د کبانو دا نسل اوس له بهر څخه هېواد ته وارديږي، خو غوښتنې دا دي چې په کور دننه یې د نسل روزنې لپاره مسوولې ادارې هم لاس په کار شي، ځکه مینه‌وال یې په زیاتېدو او په اقتصادي لحاظ هم ترې زیاته ګټه کېدی شي.

د جلال‌اباد ښار اوسیدونکي عبدالواسیع ناصري سلام‌وطندار ته وویل: «زما هیله له خلکو او په ځانګړي توګه له حکومت دا ده چې دې فن ته پراختیا ورکړي. د دې زینتي ماهیانو فارمونه جوړ کړي، اوس خو بیا ډېر ګران اخیستي، خو که زیات شي، نو نرخونه به یې هم ښه شي او هر سړی به ترې مستفید شي او تر څنګ یې خلکو ته په کې د ښه کاروبار زمینه هم برابرېدلی شي.»

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل صبحاني وايي، د زینتي کبانو د صعنت پرمختګ څخه ملاتړ کوي او د دې لپاره یې د کرنې وزارت سره طرحه هم شریکه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که جلال‌اباد کې د زینتي کابو د پلور بازار ګرم شوی، نو ورسره هم‌مهاله د تېر په پرتله د خوراک لپاره د کبانو صنعت هم پیاوړی شوی او د حکومت سربیره خلکو یې په شخصي توګه د ساتنې فارمونه جوړ کړي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام