د انتیک‌فروشي کوڅې د بازار سوړوالی؛ «په دوو میاشتو کې یو پېرودونکی نه راځي»

کله چې د کابل په نوي ښار کې د انتیک‌فروشي کوڅې ته ورشئ، سترګې به مو د ګوتمیو او لاس‌بندونو په څېر پر هغو توکو ولګېږي چې زمرودو، فېروزې او یاقوتو له قیمتي ډبرو جوړ شوي او د پلورنځیو پر الماریو کې اېښودل شوي دي. برنجي سماوارونو، قالینچو او د سینګار نورو توکو بیا دې کوڅې ته نوره ښکلا هم وربښلې ده.