ګرمسېر، د هلمند د سوېلي ولسوالیو له ډلې یوه ده. د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې ټوله راکړه ورکړه د تېرو شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې په پاکستانۍ کلدارو کېږي. د دوی په وینا، ټولې وړې او لويي سوداګریزې راکړې ورکړې یوازې په کلدارې کیږي او په ځینو سیمو کې که هټۍوالو ته افغانۍ هم ورکړې، په افغانیو بدلوي.
نبيجان د ګرمسېر ولسوالي په مرکز هزارجفت بازار کې له ډېرو کلونو راهیسې هټۍ لري. نوموړی وايي، په دې ولسوالي کې ټول کاروبار په کلدارې کېږي او ډېری ماشومان او ځوانان ان «افغانۍ» نه پېژني.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګرمسېر ولسوالي یوشمېر نور اوسېدونکي هم وايي چې کلداري په بشپړ ډول د افغانۍ ځای نیولی او ټول خلک کاروبار په همدې بهرنۍ کرنسۍ کوي. دوی هم زیاتوي چې ډېری ځوانانو او ماشومانو يې ان د «افغانۍ» بانکنوټونه لا لیدلي هم نه دي.
د ګرمسېر اوسېدونکو روزيخان او باران په دې اړه سلاموطندار ته ویلي چې له تېرو ۲۶ یا ۲۷ کلونو راهیسې په یاده ولسوالي کې کلدارې چلېږي او په وینا یې، داسې خلک هم شته چې «افغانۍ» بېخي نه پېژني. دوی زیاتوي، په کلدارو راکړې ورکړې ورته زیان اړولی او په لویو ښارونو کې څوک ترې کلدارې نه، بلکې افغانۍ غواړي.
د نورو ولایتونو او سیمو د ځايي مسوولانو او چارواکو د ژمنو په څېر، د ګرمسېر ولسوالي محلي چارواکي هم وايي چې تازه يې په دې ولسوالي کې د افغانۍ دودولو او کلدارو مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي.
دوی ټینګار کوي چې د کلدارې د چلښت مخه به ونیسي. د ګرمسېر ولسوالي ویاند موسی کلیم ثاني وايي: «دا ستونزه له ډېر پخوا څخه شته؛ ځکه دا یوه سرحدي ولسوالي ده. موږ هڅه کوو چې دا ستونزه حل کړو؛ ځکه موږ ټول مالیات په افغانیو اخلو، څو افغانۍ دود کړو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې د ګرمسېر ولسوالي تر څنګ، د هلمند په مرکز او نورو ولسوالیو کې هم ډېری راکړې ورکړې په کلدارو کېږي. هېواد کې داسې نور ولایتونه هم شته چې د کلدارو تر څنګ، نورو بهرنیو اسعارو پرې سیوری غوړولی او خلک یې هم کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر حکومتي چارواکو له تېرو څو کلونو راهیسې وختناوخت د بهرنیو اسعارو د مخنیوي او پر ځای یې د «افغانۍ» چلښت په اړه تاوده بحثونه را پورته کړي او د دغه کال د عملي کېدو ژمنې کوي، خو دا ژمنې د وخت په تېرېدو سره یوازې ژمنې پاتې شوي او لا هم په یوشمېر ولایتونو کې د کلدارو په ګډون، د نورو بهرنیو اسعارو بازار تود ساتل شوی دی.