Asset 1SWN

روزګان کې مسوولان خلکو ته: له دې وروسته به کلداره نه کاروئ

د راپور تصويرونه (3)

روزګان کې له تېرو۳۰ کلونو راهسې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې کلداره کارول کېږي، خو اوس د دغه ولایت محلي مسوولانو خلکو ته ضرب‌الاجل ټاکلی چې له دې وروسته به کلداره نه کاروي.

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قريشي نن يکشنبه د سلواغې ۱۶مه د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د راتلونکې شنبې (سلواغې ۲۰) څخه وروسته دغه ولایت کې څوک اجازه نه‌لري چې کلداره وکاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس همداراز دې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، قانوني چلن سره به مخ شي.

نوموړي وویل: «يوه کمېټه جوړه شوې د دغې کمېټې د پرېکړي پر بنسټ د راتلونکې شنبې ورځې پورې به خلک په کلداره راکړه ورکړه وکړي تر هغه وروسته هېچاته اجازه نشته. دغې کمېټې ښاريانو ته جدي سپارښته کړې چې پرته له صرافيانو څخه په عمده او پرچون ډول په نورو بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه بنده ده.»

د روزګان اوسېدونکي که څه هم د حکومت له دې پرېکړې خوښ دي، خو زیاتوي چې افغاني بانک‌نوټونه کم دي او خلک اړ دي چې کلداره وکاروي.

د دوی په وینا، حکومتي چارواکي باید د افغاني بانک‌نوټونو په ډېرښت او ترویج کې هڅه وکړي، څو خلک هم له مالي زیان سره مخ نه‌شي.

د روزګان اوسېدونکي سیدنور وویل: «دا خو ډېر ښه کار شوي، باید دغه کار په جدي ډول عملي کړي ځکه په دې برخه کې خلکو ته ډېر تاوانونه مخکې لارسېدلي، باید دغه امر په ښه ډول عملي شي او دا ډېر ښه مثبته نتيجه ورکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، حکومت باید د دې ډول پرېکړو ترڅنګ بازار ته د اړتیا سره سم افغاني بانک‌نوټونه هم وړاندې کړي، څو خلک يې ترلاسه او له ټاکل شوې نېټې وروسته پېر او پلور په افغانۍ ترسره شي.

د اقتصادي چارو شنونکي ولي‌محمد ولي وویل: « باید اول د اسعارو په تبادله کې اسانتياوې رامنځته شي او خلکو ته بايد په کافي اندازه بانک لوټونه په واک کې ورکول شي ترڅو افغانۍ ترويج شي.»

خو بازار کې د افغاني بانک‌نوټونو کمښت په اړه د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي وویل، افغانستان بانک ډاډ ورکړی چې کافي اندازه افغاني شته او د اړتیا سره سم به يې روزګان او ګڼو نورو ولایتونو ته ولېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

باید یادونه وشي چې له دې وړاندې هم روزګان کې څو ځلې د کلدارو او ټولو بهرنیو اثارو پر مخنیوي پرېکړې شوي، خو د جدیت او نه تعقیب له امله یادې پرېکړې نه دي عملي شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام