د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز؛ خلک د «افغانۍ» بانکنوټونو له کموالي سر ټکوي

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د افغانستان بانک له لوري د «افغانۍ» کارېدو او په پنځو سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو له بندیز سره ‌هم‌مهاله په کندهار، زابل، هلمند، روزګان او دایکندي کې د «افغانۍ» بانکنوټونو کموالي په اړه شکایت کوي.

هېواد کې په کلدارو راکړه ورکړه؛ د هلمند د ګرمسېر یوشمېر ځوانان «افغانۍ» نه پېژني

ګرمسېر، د هلمند د سوېلي ولسوالیو له ډلې یوه ده. د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې ټوله راکړه ورکړه د تېرو شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې په پاکستانۍ کلدارو کېږي. د دوی په وینا، ټولې وړې او لويي سوداګریزې راکړې ورکړې یوازې په کلدارې کیږي او په ځینو سیمو کې که هټۍ‌والو ته افغانۍ هم ورکړې، په افغانیو بدلوي.