Asset 1SWN

د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز؛ خلک د «افغانۍ» بانکنوټونو له کموالي سر ټکوي

ارز-تومان-qcb50ito7huq43yu150rud6bl2bugzl10k73hrz53c

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د افغانستان بانک له لوري د «افغانۍ» کارېدو او په پنځو سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو له بندیز سره ‌هم‌مهاله په کندهار، زابل، هلمند، روزګان او دایکندي کې د «افغانۍ» بانکنوټونو کموالي په اړه شکایت کوي.

د دوی په وینا، د دغو ولایتونو په بازارونو کې ډېری ایراني تومان او پاکستانۍ کلدارې چلېږي او د «افغانۍ» بانکنوټونو کموالي اړ کړي چې یاد بهرني اسعار وکاروي. د یادو ولایتونو اوسېدونکي وايي، هلته «افغانۍ» نشته او په خپله راکړه ورکړه کې ایراني تومان یا پاکستانۍ کلدارې کاروي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ننګرهار د بټي‌کوټ ولسوالي اوسېدونکی اسلم‌خان وايي، د دغه ولایت ټول اوسېدونکي یوازې پاکستانۍ کلدارې کاروي. هغه زیاتوي: «موږ ته کلدارې راکول کېږي. خلک په راکړه ورکړه کې همدا کاروي. ان ښار ته ځي او «افغانۍ» په کلدارو بدلوي.

د روزګان د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي بیا وايي چې دوی له افغانیو سره هېڅ بلد نه‌دي. د دغه ولایت اوسېدونکی تاج‌محمد وايي: «په دې ورځو کې کنټرول نشته او په بازار کې «افغانۍ» کمې دي. ډېری لا افغانۍ نه پېژني او یوازې په مرکز کې یې پېژني.»

په همدې حال کې د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د بهرنیو اسعارو پر چلښت بندیز به په تدریجي ډول په ټولو سرحدي ولایتونو کې عملي شي. دوی ټینګار کوي چې هېڅوک د بهرنیو اسعارو د کارېدو اجازه نه لري. د افغانستان بانک مسوولان په سرحدي ولایتونو کې د افغانیو کموالي په اړه بیا څه نه وايي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «د افغانستان بانک یوه پلاوي د روانې وږي میاشتې په اوومه یا اتمه سوېلي یا سوېل لوېدیځو ولایتونو ته سفر کړی او د سوېل لوېدیځو سیمو اوسېدونکو ته یې دوه‌نیمې میاشتې وخت ورکړی، څو ټوله راکړه ورکړه په افغانیو برابره کړي او تر دې نېټې وروسته څوک نه‌شي کولای چې په سیمه‌يیزو اسعارو راکړه‌ ورکړه وکړي.»

بله‌خوا د سرحدي ولایتونو سوداګر وايي د «افغانۍ» نه موجودیت او له کورنیو بانکنوټونو سره د خلکو نابلدتیا لامل شوې چې هغوی په خپلو ورځنیو اقتصادي چارو کې بهرني اسعار، تومان او کلدارې وکاروي.

ننګرهار کې یو سوداګر امین‌الله وايي: «سوېلي ولایتونه پاکستان ته نږدې دي او له همدې کبله په‌کې کلدارې ډېرې کارېږي. له بلې خوا «افغانۍ» کمې دي. روزګان، زابل او هلمند چې کندهار ته نږدې دي، ټول کلدارې کاروي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري بیا ټینګار کوي چې د بهرنیو اسعارو کارېدل د «افغانۍ» د ارزښت او ثبات ټیټوالي او د کورنیو اسعارو د پرمختګ مخنیوي لامل کېږي. نوموړی وايي: «په سرحدي ولایتونو کې د ایران او پاکستان پیسو کارېدل لامل کېږي چې په افغانۍ راکړه‌ ورکړه او تقاضا کمه شي او د افغانیو ارزښت را ټیټ شي. اړتیا ده چې حکومت د دې پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.»

د یادونې ده چې له کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کلدارې او تومان کارېږي او په بازارونو کې ډېری راکړه ورکړه په همدغو بهرنیو اسعارو کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام