Asset 1SWN

د روزګان والي مسوولانو ته: تر دوو اوونیو د افغانۍ د ترویج زمینه برابره کړئ

تصويرونه (4)

د روزګان والي د دغه ولایت ادارو او د ولسوالیو مسوولانو ته امر کړی چې تر راتلونکو دوو اوونیو دې یاد ولایت کې په افغانیو د هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره زمینه برابره کړي.

محمدعلي جان احمد دغه څرګندونې پرون سه‌شنبه د وږي ۱۴مه ولایت مقام کې له مسوولانو او چارواکو سره د یوې غونډې پر مهال کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همداراز دې غونډه کې ویلي، که له عامه پوهاوي وروسته هم څوک پر بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه کوي، د حکومت له لوري به نيول کېږي او محکمي ته به وروپېژندل شي.

هغه په دغه ناست کې له ټولو مسوولانو څخه غوښتنه وکړه چې خلک دې د افغانيو ترويج ته په نرم چلن سره وهڅوي.

د روزګان والي له خلکو غوښتنه کړې چې خپلې راکړې ورکړې په افغانيو وکړي، ځکه په وينا يې، اوس د افغانيو ارزښت د نورو اسعارو په پرتله لوړ شوی دی.

دې ناسته که د روزګان لپاره د افغانستان بانک ولايتي مسوول حافظ عبدالقوي حقپال وويل چې د افغانستان بانک پرېکړه کړې، څو تر راتلونکو دوو مياشتو د هېواد په سوېلي حوزه کې هر ډول راکړه ورکړه په افغانيو وشي.

د هغه په وینا، روزګان کې اوس د افغانيو کمښت ستونزه هواره شوې او ډېر ژر به دې ولايت کې تر ۴۰ ميليونه نوې وړې «ميده» بانک‌نوټونه ولېږدول شي.

هغه هم له ټولو مسوولانو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې راکړې ورکړې دې په افغانيو وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روزګان کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې راکړه ورکړه پر کلدارې کېږي چې دې وروستیو  اتو مياشتو کې حکومت هڅې پیل کړي، څو خلک د افغانيو کارولو ته وهڅوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام