Asset 1SWN

روزګان کې د کلدارې کارونې له امله سلګونه هټۍ تړل شوي

3

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې سلګونه هغه هټۍ‌ تړلي چې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې یې بهرني اسعار په ځانګړې توګه کلدارې کارولې.

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اغاولي قریشي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ولایت کې یې له وړاندې هټیوالو ته خبرداری ورکړی و چې پر کلدارې به راکړه ورکړه نه کوي او په وینا یې، د کلدارې کارونې دوام له امله یې د دوی هټۍ تړلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

قریشي زیاتوي چې دوی یاد ولایت کې د بهرنیو اسعارو بندیز او د افغانیو دودولو برخه کې جدي دي. د دوی په وینا، هغه کسان چې له دې پرېکړې سرغړونه کوي، د محکمې له حکم پرته به نه خوشې کېږي.

په ورته مهال د روزګان اوسېدونکي هم دغه ولایت کې د افغانیو دودولو ته خوښ دي، خو وايي چې د خلکو اړتیا وړ افغاني بانک‌نوټونه دې بازار ته وړاندې او یاده پرېکړه دې ټول ولایت کې عملي شي.

د روزګان محلي مسوولانو همداراز ژمنه وکړه چې دغه ستونزې به حلوي او چمتووالی یې ورته نیولی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

روزګان کې د بهرنیو اسعارو کارونې له امله داسې مهال سلګونه هټۍ تړل کېږي چې څو ورځې وړاندې د یاد ولایت والي په یوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې دغه ولایت کې به د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د کلدارې د کارونې مخه نیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام