له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک نن سهشنبه د لړم لسمه پر خپله ټوېټرپاڼه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغه مرستې د بانکي سکټور له لارې ترسره کړي.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو د ستاینې ترڅنګ، هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو را لېږدولو هرکلی هم کړی دی. دغه بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې وکړي.
په ورته مهال د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې افغانستان سره د بانکي راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځتهکېدو غوښتنه هم کړې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغانستان بانک د شمېرو له مخې، نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ټولټال له یو میلیارډ او ۳۱۳ میلیونه ډالرو نه ډېرې نغدې پیسې افغانستان ته را لېږلې دي.