د افغانستان بانک په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د ۴۰ میلیونو ډالرو د مرستې یوه بله جوپه کابل ته راورسېده.

د راپورونو پربنسټ، تراوسه افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو اووه جوپې رارسېدلي چې هر ځل مرسته کې ۴۰ میلیونه ډالر شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره تراوسه نړیوالې ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو ملیارډ او ۲۳۳ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان بانک له مرستندویه هېوادونو د دغو مرستو له کبله مننه کړې او افغانستان سره د بانکي راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو غوښتنه یې کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک ویلي چې د بانکي راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو سره د سیمې او نړۍ هېوادونو سره عامل ته زمینه برابره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام