د افغانستان بانک چارواکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام پرمهال نن یوې خبري ناستې ته ویلي، د تېر یوه کال راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د نړیوالو له‌خوا څه باندې یو میلیارد ډالر بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده.

د افغانستان بانک د پالیسۍ لوړپوړی سلاکار لطف‌الحق نور پسرلی وايي، مرسته شوې نغدي مرستې د هېواد پولي سیاستونو کې اساسي رول لوبوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دی وايي، سره له دې چې د افغانستان بانک ته اقتصادي محدودیتونه متوجه دی، خو بیا هم توانېدلي د بانکونو د فعالیت په دوام او ۲۹ ځلې د اسعارو په لیلام سره، د افغانیو ارزښت وساتي او وضعیت تر کنټرول لاندې ولري.

د افغانستان بانک مسوولانو همدارنګه دې ناسته کې ویلي چې د صرافیو شرکتونو جواز اخیستو لپاره یې ۱۴۰ غوښتن‌لیکونه ترلاسه کړي او تراوسه یې د صرافیو شرکتونو ته ۷۷ جوازونه صادر او د ۶۴۴ صرافیو فعالیت څخه یې مخنیوی کړی دی.

د چارواکو په وینا، څه باندې ۱۳ سوه انفرادي جوازونه فسخه شوي او د جوازونو طی مراحلو او د تضمین پیسو اخیستو له لارې یې ۶۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي. د افغانستان بانک د جواز ورکولو له لارې هم ۸۱۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي.

د بانکي سکتور ښه‌والی او جرمي فعالیتونو څخه مخنیوی، د تروریزم له تمویل څخه د مخنیوي قانون او د مالي او بانک سکتور د بیا احیا کولو طرحه له هغو مواردو دي چې ترتیب او تطبیق ته چمتو شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک داسې مهال خپل کلنی رپوټ خپروي چې تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې ادارې یا سیګار یوه رپوټ کې ویلي وو، افغانستان کې د بانکدارۍ سیستم فعالیت فلج شوی او د افغانستان بانک هم له کاره لوېدلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام