افغان دولت له افغانستانه د ناټو د ملاتړ دوام هرکلی وکړ. د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان دولت د ناټو د هغې اعلامیې هرکلی کوي چې له مخې به یې دغه سازمان خپلو سرتېرو له اېستلو وروسته هم د افغانستان، په تېره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغان دولت د افغانستان او ناټو ترمنځ د همکاریو تازه څپرکي په پیل کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان د ژمنو تازه کېدل یو عملي ګام بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت له ناټو څخه د ژمنو دوام له کبله مننه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان تیار دی د همکاریو په تازه څپرکي کې د سیمه او نړۍ په کچه د ترهګرۍ او بنسټ‌پالنې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دغه سازمان سره همکاري وکړي، څو یو خپلواک، یو موټی، هوسا او د ملي حاکمیت لرونکی هېواد چې پر ولسواکۍ ولاړ وي، جوړ کړي.



دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره د ناټو غونډې لپاره د تیاري په موخه چې د جون په ۱۴مه به جوړه شي، وویل چې دغه سازمان به په افغانستان کې یو نوی څپرکی پرانېزي.

د هغه په خبره، ناټو په پام کې لري چې د سلا مشورې، مالي ملاتړ او وړتیا لوړونې په برخه کې به د افغان امنیتي او دفاعي ادارو ملاتړ ته دوام ورکړي او د افغان ځواکونو لپاره چې تمرکز به پر ځانګړو ځواکونو وي، په بهر کې د نظامي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانانو سره د مرستو بندېدو په مانا نه دي او د تېر په څېر به د افغان ځواکونو مالي او نظامي ملاتړ ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام