د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې په برخه کې فعاله ډیپلوماسي کاروي، څو دغه بهیر بریا ته ورسېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې ناټو به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې سټولټنبرګ پرون غرمه له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. خبرپاڼه لیکي چې نوموړي د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي او دواړو لوریو د سولې تر څنګ، د افغان ځواکونو د ناټو پر دوامداره ملاتړ بحث کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ینس سټولټنبرګ په سوله‌ييز ډول د افغانستان د قضیې پر حل ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د تلپاتې او باعزته سولې ملاتړ کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه زیاتوي چې سټولټنبرګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ناټو د غړیو هېوادونو ټولې پرېکړې به مشروطې وي او له امریکا سره به په‌کې له نږدې همغږي وکړي.

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د اېستلو په اړه ویلي چې په دې اړه یې سلا مشورې روانې دي او تر اوسه په دې برخه کې هېڅ پرېکړه نه ده شوې. هغه زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې هوکړې پر ارزولو بوخت دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام