افغان دولت د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په اړه د ناټو د ژمنو تازه کېدو هرکلی وکړ

افغان دولت له افغانستانه د ناټو د ملاتړ دوام هرکلی وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان دولت د ناټو د هغې اعلامیې هرکلی کوي چې له مخې به یې دغه سازمان خپلو سرتېرو له اېستلو وروسته هم د افغانستان، په تېره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

«د ناټو سازمان له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې په برخه کې فعاله ډیپلوماسي کاروي، څو دغه بهیر بریا ته ورسېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې ناټو به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ناټو د تلپاتې سولې تر راتلو د افغانستان ملاتړ کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې تلپاتې او دوامداره سوله را نه شي، ناټو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې جوړه شي.