Asset 1SWN

د ناټو سرمنشي: طالبان دې پسرلني عمليات نه پيلوي

4bpmae860cb7d011e9y_800C450-p4mq5tsvyncualzpfozh6vq1h5avrrgnrwejujl11k

 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ د ياد سازمان د وزيرانو انلاين غونډه کې وويل، هيله لري چې طالبان خپل هېڅ پسرلني عمليات پيل نه‌کړي او د سولې د شوې هوکړې له مخې تاوتريخوالی کم کړي.

سټولټنبرگ زياتوي، ياد سازمان تمه لري چې طالبان په ښکاره توګه ثابته کړي چې لکه د القاعده په څېر ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي. د نوموړي په وينا، يوه موضوع چې دوی به يې تحليلوي هغه دا ده چې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو د اړيکو پرې کولو لپاره تر کومې کچې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ وايي، په تېرو څو کلونو کې يې افغانستان کې  جګړې لپاره ۱۰۰زره سرتېري درلودل؛ خو اوس د ناټو د ماموريت لاندې دغه شمېره ۱۰زره بهرنيو سرتېرو ته راکمه شوې ده چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.

ینس سټولټنبرگ همداراز وايي، بهرني سرتېري ډېری يې امريکايان نه دي بلکې د نورو اروپايي هېوادونو دي او د بهرنيو سرتېرو کمول ثابتوي چې افغان امنيتي ځواکونو له طالبانو سره په يوازې ځان د جګړې توان درلودلی دی.

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ټول انتخابونه د مېز پر سر ايښي دي او وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

نوموړی وايي، اوس مهال اصلي تمرکز د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره د نويو هڅو لپاره ملاتړ چمتو کول دي؛ ځکه چې د سولې خبرې په افغانستان کې د شخړې دوامداره حل لپاره يوازينۍ لاره ده او له همدې کبله په ټولو خواوو غږ کوي چې په ښه نیت خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام