د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د پارلماني مجمع په شپږشپېتمه کلنۍ غونډه کې وویل، ناټو په افغانستان کې د امریکا له لوري د ځواکونو کموالي په اړه له اعلان سره سره په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکوي.

د ناټو سرمنشي وايي، دغه سازمان نه غواړي د نړیوالو ترهګرو پر ځالې د افغانستان د بدلېدو ګواښ پر غاړه واخلي او ترهګر له دغه فرصت نه په ګټې اخیستو سره خپل بریدونه پلان کړي. د نوموړي په وینا، ناټو به اجازه ور نه کړي چې داعش ډله خپل ترهګریز خلافت چې په سوریه او عراق کې یې له لاسه ورکړی، په افغانستان کې ورغوي.

هغه وايي: «موږ به د همدې لپاره د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې په فبروري میاشت کې جوړېږي، په افغانستان کې خپل حضور اعلان کړو. موږ به له یوه سخت انتخاب سره مخ شو. یا به پاتې کېږو او د نظامي نښتو د دوام بیه به پرې کوو. یا به وځو او د خپلو لاسته راوړنو له لاسه ورکولو ګواښ به پر غاړه اخلو. د سولې پروسه هم کمزورې کېږي. دا د پایلې ترلاسه کولو لپاره مناسب وخت نه دی. خو باید په یاد ولرو چې موږ په ګډه افغانستان ته تللي یوو او په یوه مناسب فرصت کې په همغږۍ سره به راوځو.»

د ناټو سرمنشي وايي، اوس په افغانستان کې د روزنې او مشورې په برخه کې له ۱۱ زرو نه کم سرتېري شته او په وینا یې، متحده ایالاتو دا پرېکړه نه ده کړې چې له افغانستانه راووځي یا هغه ځای پرېږدي، بلکې له ۴۵۰۰ نه ۲۵۰۰ ته د خپلو ځواکونو د شمېر راکمولو پرېکړه یې کړې ده.

ینس‌سټولټنبرګ زیاتوي، امریکا په څرګند ډول ویلي چې خپل امکانات او تجهیزات، په ځانګړي ډول چورلکې او تیارې به د ناټو ماموریت د ملاتړ لپاره همالته پرېږدي او په وینا یې، دا موضوع زموږ نظامي قومانداني هم تایید کړې ده.

د امریکا او طالبانو د هوکړه‌لیک له مخې، ټول نړیوال ځواکونه باید د راتلونکي کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې افغانستان پرېږدي.

د ناټو شرمنشي وايي، که طالبان په یاد هوکړه‌لیک کې شته ټول شرایط عملي کړي، موږ به هغه وارزوو او بیا به له افغانستانه را ووځو چې هغه مهال به بیا خپلې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کوو او افغانستان ته د طالبانو د راتګ ګواښ به هم پر ځان منو.

د نوموړي په وینا، باید ووایم چې داعش ډله هم تر خپلې ولکې لاندې سیمې پراخوي او هڅه کوي، څو خپل خلافت چې په عراق او سوریه کې یې له لاسه ورکړی، په افغانستان کې جوړ کړي.

ینس سټول‌ټنبرګ وايي، موږ چې په افغانستان کې پاتې کېږو، له روان وضعیت سره به لاس په ګرېوان یوو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام