Asset 1SWN

 ناټو: د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته هم د افغان امنيتي ځواکونو روزنې، تمويل او تجهيز ته دوام ورکوو

1440x810_cmsv2_c3d169bf-a408-5d0d-83d4-89a854b7f0bd-4427464-oyjthdrkwlcmoruuyukvf5mwlr6e9ehoqiymm5q9w4

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه په بېړه وتل به ګران پرېوځي. نوموړي ويلي، له افغانستانه په بېړه وتل به دا هېواد یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای شي او که چېرې د سرتېرو وتل عملي شي، نو په افغانستان کې به داعش بېرته را ژوندي شي.

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو په حال کې به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، تمویل، تجهیز او مشورو ورکولو بهير ته دوام ورکړي.

ينس سټولټنبرګ مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ بهرني سرتېري حضور لري چې نيمايي يې امريکايي نه بلکې د نورو هېوادونو دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ټول په ګډه افغانستان ته راغلي او په ګډه به افغانستان نه وځي.

سټولټنبرګ ويلي چې موږ «ناټو» تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز ته ژمن يو.

د ناټو سرمنشي وويل چې ناټو او د هغوی متحدان د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او  «د دې پروسې د یوې برخې په توګه موږ ځان تنظیم کړی دی.»

له دې وړاندې د ناټو سرمنشي ويلي و چې افغانستان کې د نظامي حضور په اړه په برنامه کې بدلون شرايطو پورې تړلی دی.

څه موده وړاندې د المان د دفاع وزیر انګرټ کرامپ کارن باير هم ويلي وو چې له افغانستانه د سرتېرو د وتلو هره پرېکړه باید د شرایطو پر بنسټ وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د هېواد د روانو چارو په اړه د یوې خبرې غونډې پرمهال د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وويل، د افغان ځواکونو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو موجوديت اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې اوسمهال ۹۸ سلنه نظامي عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي؛ خو د بهرنيو ځواکونو موجوديت اړتيا ده.

صديقي همداراز وويل، اوس مهال ګڼ شمېر بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو پر روزنه او مرسته ورکولو بوخت دي.

د ناټو او د افغان دولت دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ولسمشر ټرمپ غواړي د خپلې کاري دورې له پای ته رسېدو وړاندې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ور ستانه کړي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام