Asset 1SWN

د ناټو سرمنشي: افغانستان سولې ته رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنه لار پر مخ لري

5942314-oycnieowmg6ldtpedi4t3ox24xhpf3uhw9s7wzmahg

 

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې پروسې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړې دي.

سټولټنبرګ ویلي چې د سولې خبرې اوږدې او سخته لار لري، ماتېدونکي دي؛ خو د سولې لپاره خورا ښه فرصت دی.

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې ناټو د افغانستان امنیت ته ژمن دی.

له دې وړاندې د ناټو سرمنشي ويلي و چې افغانستان کې د نظامي حضور په اړه په برنامه کې بدلون شرايطو پورې تړلی دی.

ینس سټولټنبرګ همداراز ويلي و چې طالبان بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتريخوالی کم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام