Asset 1SWN

سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوي

NATO-New-1-oz9l5jypro6xz01xs11238yhynp1ttz9y8cmuqw4no

 

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه د امريکايي سرتېرو کمولو سره به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تمویل، تجهیز او مشورو ورکولو بهير ته دوام ورکړي.

ينس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان په وضعیت بحث شوی او دغه تړون د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له مخې یې افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی.

نوموړی وايي، داسې حال کې چې امریکا غواړي د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ راټیټ کړي، د ناټو روزنیز ماموریت به دوام ولري. سټولټنبرګ مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ بهرني سرتېري حضور لري چې نيمايي يې امريکايي نه بلکې د نورو هېوادونو دي.

سټولټنبرګ همدارازا ويلي چې موږ «ناټو» تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز ته ژمن يو.

تېره ورځ د المان د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وړاندې ويلي و چې ناټو نه بايد مخکې له وخته له افغانستانه خپل سرتېري وباسي چې د سولې خبرې له ګواښ سره مخ شي.

د ناټو سرمنشي د ياد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې همداراز وويل چې دوی او ملاتړي يې افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوي او له تروريزم سره د مبارزې برخه کې ژمن پاتې کېږي.

نوموړي د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن نه غوښتي چې تر راتلونکې فبرورۍ مياشتې پورې په بروکسل کې په فوق‌العاده غونډه کې ګډون وکړي او له هغې وروسته دې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د بشپړو وتلو او پاتې کېدلو په اړه پرېکړه وکړي.

د ناټو سرمنشي ټينګار کړی چې له افغانستانه مسوولانه وتل شرایطو پورې تړاو لري او زياتوي چې ناټو تر ابده پورې په افغانستان کې نه پاتې کېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ تېره ورځ وويل، هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې امر وکړ چې د راروانې جنورۍ مياشتې په دوران کې به له افغانستانه ۲۰۰۰سرتېري وباسي.

اوس مهال امريکا افغانستان کې ۴۵۰۰ سرتېري لري.

امريکا کې ازاده خبرياله لیلما سدید وايي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ناټو سرمنشي ويلي چې د سولې خبرو برياليتوب لپاره هېڅ تضمين نشته.

د نوموړې په وينا، سټولټنبرګ په ډاګه کړه چې طالبان دې له امريکا سره شوې هوکړه عملي کړي او له افغان حکومته يې هم غوښتي چې د سولې پروسې بهير کې ډېره هڅه وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ همداراز وويل چې افغانستان لپاره د سولې يو تاريخي فرصت منځته راغلی چې بايد ترې پوره ګټه واخيستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام