Asset 1SWN

د ناټو سرمنشي: هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړو

NATO-8-oz7m59zrfsubrx6sn2ap4be3ev9cj1qjtu31wh3yc4

 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ وايي، هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړي.

سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په يوه غونډه  کې ویلي، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن سره یې په ټيليفوني اړيکه کې سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان څخه د سرتېرو پر ایستو خبرې کړي.

نوموړي ويلي، ناټو که افغانستان کې پاتې کېږي نو باید چمتو وي چې د جګړې مالي او ځاني لګښت پرې کړي او که له دغه هېواده وځي، نو بیه یې بیا د تېرو لاسته راوړنو له لاسه ورکول دي.

د ناټو سرمنشي زياتوي: « موږ له يوې ستونزې سره مخ يو. نه پوهېږو چې افغانستان نه ووځو او که پاتې شو. که دا هېواد خوشې کړو، نړيوالو ترهګرو ته به بيا امن ځای پيدا شي. که په دې هېواد کې پاتې شو، زموږ ماموريت دومداره کېږي او تاوتريخوالی ډېرېږي. هره لار چې غوره کوو مهمه ده چې بايد په ګډه سره دا کار ترسره کړو.»

سټولټنبرګ د افغان ځواکونو په ملاتړ هم ټینګار کړی دی او ویلي يې دي، افغانستان کې د ثبات رامنځته کېدو لپاره ښه لار افغان ځواکونو ته زده‌کړې، مرستې او مشورې ورکول دي، ترڅو وکړای شي د خپل هېواد د امنیت د ټینګولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

هغه وویل، افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماموریت د پای ته رسولو لپاره بېړه نه ده په کار.

نوموړي همداراز وويل چې افغانستان لپاره د سولې يو تاريخي فرصت منځته راغلی چې بايد ترې پوره ګټه واخيستل شي.

سټولټنبرګ داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې ټاکل شوې ډېر ژر د ناټو د بهرنیو چار وزیرانو غونډه جوړه شي او په کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام