په افغانستان کې د امریکا سفارت، اروپايي اتحادیې او ناټو پر کابل ښار راکېټي بریدونه چې له کبله یې اته کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول، وغندل.
په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن په یوه ټویټ کې لیکلي چې افغانان باید په ډار کې ژوند و نه کړي او په وینا یې، له خپلو افغان همکارانو سره کار کوي، څو د ورته بریدونو مخه ونیسي.
د اروپايي اتحادیې استازي هم پر کابل ښار راکېټي بریدونه «له وحشته ډک» او د بشري حقونو نقض بللی دی او ټینګار یې کړی چې په یادو بریدونو کې عام وګړي په نښه شوي دي.
ناټو هم په یوه ټویټ کې پر کابل ښار راکېټي بریدونه ناځوانمردانه بللي او ټینګار یې کړی چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت پر کابل ښار له راکېټي بریدونو وروسته خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ او د افغانستان روان وضعیت یې «بېثباته» وباله.
د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر و نه کړي.
د دغه خبرداري په یوه برخه کې امریکايانو ته سپارښتنه شوې چې پر خپلو امنیتي پروګرامونو بیاکتنه وکړي.
کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پر کابل ښار په نننیو ۲۳ راکېټي بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې یوشمېر راکېټونه د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
د طالب ډلې ویاند ذبېحالله مجاهد هم پر کابل ښار راکېټي بریدونو کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي دي.