Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

واده

د سیداحمد سېلاب خیریه بنسټ نن «دوشنبه، مرغومې څلورمه» کابل کې د ۵۰ جوړو «نجونو او هلکانو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره کړل.

د یاد بنسټ مسوولان وايي، دغه مراسم یې د ناوړه دودونو د مخنيوي او په کم لګښت د واده مراسمو دودولو په موخه جوړ کړي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد بنسټ مشر سیداحمد سېلاب سلام‌وطندار ته وویل، په دغه پروګرام کې ۵۰۰ جوړو نوم‌لیکنه کړې وه چې له ډلې یې ۵۰ جوړې په شرایطو برابرې وپېژندل شوې.

نوموړي وویل: «لومړی شرط دا دی چې کس به روږدی نه‌وي، رواني تکلیف به ونه‌لري او وزګاره به نه‌وي او ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ عاید ولري، پوروړی نه‌وي او خسر یې ولور وروبښي.»

د سېلاب خيريه بنسټ مسوولانو زیاته کړې چې د دغه واده پر مراسمو شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او په وینا یې دوی په پام کې لري چې هرې جوړې ته ۱۶۰ قلمه د کور توکي هم د جهزیې په توګه ورکړي.

د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکى حکمت الله چې دغه ډله‌ییز واده کې یې ګډون کړی وايي، له درېيو کلونو راهيسې د خپل واده د نمانځلو په تمه و؛ خو د لوړو لګښتونو له امله نه توانېده چې د خپل واده مراسم ترسره کړي.

هغه له کورنیو وغوښتل چې د لوړ ولور له اخیستلو څخه لاس واخلي. «په خوست، لوګر او نورو ولایتونو کې زموږ رواجونه دا دي چې له ۸۰۰زره تر یو میلیون افغانۍ ولور اخلي. دا ظلم دی دا داسې دی چې د خپلې لور غوښې وخوري او دا ظلم دی چې واده خلاص شي ناوې د پلار کور ته نه‌پرېږدي او له همدې امله کورنۍ ستونزې رامنځته کېږي.»

د کابل د ميربچه کوټ ولسوالي اوسېدونکى رامين هم وايي، شاوخوا پنځه کاله کېږي چې د لوړ ولور له امله یې د واده لګښتونو برابرولو توان نه‌درلود، خو په وینا یې، خوښ دی چې د دې ډله‌ییز واده برخه دی.

نوموړي وویل: «زه خوشحاله یم چې دا مراسم راته نیول شوي، خو له کورنیو غواړم، که هره کورنۍ د ولور له کبله د هلک د واده مخه نیسي، ګټه نه‌لري او غوره ده چې ولور کم واخلي، څو یې لور د خاوند کور کې په ارامه ژوند وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د يادونې ده چې لومړى ډله‌ييز واده په ۱۳۸۷ کال کې په مزارشريف ښار کې د ديني عالمانو په ملاتړ ترسره شوی وو او له هغې را وروسته د کابل په شمول د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ډله‌ییزو ودونو ترسره کولو لړۍ دوام لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام