Asset 1SWN

هرات کې د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

۱

هرات کې نن پنج‌شنبه د چنګاښ ۱۵مه د «امام سجاد» خیریه بنسټ له لوري د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د یاد بنسټ د مسوولانو په وینا، د دغه ډله‌ییز واده ترڅنګ یې هرې ناوې او زوم «یوې جوړې» ته له ۲۰ تر ۳۰زره افغانیو د کور وسایل هم اخیستي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه بنسټ مسوول سیدعلي رضوي سلام‌وطندار ته ویلي، هڅه کوي چې په لږ لګښت هغو کسانو ته د ډله‌ییز واده مراسم برابر کړي چې د بې‌وزلۍ له امله د واده کولو توان نه‌لري.

هغه وویل: «یوه اندازه جهیزیه د خواخوږ خلکو له‌خوا رسېدلې او دې جوړو ته تسلیم شوې، څو وکولای شي دوی پرې خپل ژوند پیل کړي او ټول لګښت یې له ۲۰ تر ۳۰زره افغانۍ شوي دي.»

په ورته مهال یو‌شمېر زومان چې دغه ډله‌ییز واده ورته برابر شوی، وايي، خوښ دي چې د دوی د واده لپاره دغه پروګرام نیول شوی دی.

یوه زوم مصطفی حسني وویل: «یونیم کال مې دې کوژې کېده او د اقتصادي ستونزو له امله مې د واده مراسم نشوای نیولی. اقتصادي وضعیت مې ښه نه‌وو او نمې شوای کولای چې واده وکړم.»

په ورته مهال یو‌شمېر نورې هغه جوړې چې دغه ډله‌ییز واده ورته برابر شوی، وايي، ټولنه کې باید د ډله‌ییز واده مراسم بنسټ‌ییز شي.

هغه وویل: «ډېر خوشحال یم چې په اسانه او سمه توګه ټولنه کې دې فرهنګ ته پراختیا ورکړو او دغه ډله‌ییز ودونه له هېواد بهر د ځوانانو د تلو مخه نیولی شي. له خواخوږ خلکو غواړو چې دغه ودونه زیات کړي.»

په همدې حال کې یوشمېر فرهنګیان وايي چې ودونو کې د ناوړه دودونو او لوړو لګښتونو مخه ونیول شي، څو ځوانان وکولای شي د خپلو وادونو مراسم ونیسي.

یوه فرهنګي‌فعال سیدکاظم موسوي وویل: «زموږ د فرهنګیانو هڅه همدا ده چې ټولنه کې د ځوانانو ستونزې پیدا او د حل لار ورته ولټوو، بې‌وزلي او وزګارتیا هم د ځوانانو ستونزه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هېواد کې د بې‌وزلۍ او ناوړه دودونو له کبله ډېری ځوانان او پېغلې کلونه کلونه له کوژدې کولو وروسته واده کولو ته په تمه وي چې ډېری ځوانان د واده لګښتونو برابرولو لپاره له هېواده بهر پر مزدورۍ ځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام